آخر تر کومه به امریکایان د بې ګناه افغانانو وینه تویوي؟
امریکائي ترهه ګروپوځيانو بیاپه افغانستان کې دیوې کورنۍ اوه غړي وژلي
د بخښنې نړیوالې موسسې په یوه راپور کې وئيلی ، چې په تیر میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې له طالبانو سره په پرتله کې امریکائي او افغان پوځیان په دغه هیواد کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلو اصلي عاملان دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په شمال کې په هوائي بمباریو کې یو ځل بیا د بې ګناه افغانانو وینه توي شوي او وئیل کیږي،چې په دغې هوائي حملې کې چې پرون شوي،د یوې کورنۍ اوه غړي وژل شوي دي .
داپه داسېحال کې دي چېد افغانستان په هستوګنو سیمو د امریکا د ترهه ګراو نیواکګر پوځ په هوائي حملو کې په همداوروستیو کې په لسګونو بې ګناه خلکو وینه توي شوي او زیاتره سیمې ئې په کنډوالو بدلې کړي دي .
له دې مخکې د بخښنې نړیوالې موسسې په یوه راپور کې وئيلی،چې په تیر میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کېله طالبانو سره په پرتله کې امریکائي او افغان پوځیان په دغههیواد کې د عاموخلکو د مرګ ژوبلو اصلي عاملان دي .