افغانستان د تاپي نل لیکې د اجرا په اهمیت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87686-افغانستان_د_تاپي_نل_لیکې_د_اجرا_په_اهمیت_ټینګار_وکړ
د افغانستان ولسمشر د ترکمنستان د خارجه وزیر په کتنه کښې د تاپي به نوم د ګیس پایپ لاین د طرحې د اجرا کیدو په اهمیت تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2020 04:29 Asia/Kabul
  • افغانستان د تاپي نل لیکې د اجرا په اهمیت ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر د ترکمنستان د خارجه وزیر په کتنه کښې د تاپي به نوم د ګیس پایپ لاین د طرحې د اجرا کیدو په اهمیت تاکید وکړ.

افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کښې د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مرادوف په کتنه کښې وویل:   TAPI نومې د طبیعي ګیس د انتقال د نل لیکې طرحه به د دغو دواړو هیوادونو او هم داشان د دغه پایپ لاین په لاره کښې د راتلو په وجه د پاکستان او هندوستان د رونق سبب شي.

اشرف غني هم داشان په دې خبرې سره چې د معدنونو په برخه کښې به له ترکمنستان سره ښې اړیکې ولري، زیاته کړه: د تاپي طرحې ترڅنګ له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د بریښنا د انتقال د طرحې د اجرا لاره به هم هواره شي.

په دغې کتنې کښې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هم ګډو دوه اړخیزو اقتصادي طرحو ته په اشارې سره وویل: ترکمنستان ژمن دی چې په مختلفو برخو کښې له افغانستان سره ملګرتیا وکړي.

تاپي نومې طرحه په ۲۰۱۶ کال کښې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د هیوادونو د مشرانو له خوا افتتاح شوه او ټاکل شوې وه چې په تیر ۲۰۱۹ کال کښې ګټه اخیستنې ته وسپارله شي خو د ځینو مسائلو په وجه تراوسه نه ده اجرايي شوې.