کابل کښې له نشه یې توکو سره د مبارزې مدیر ونيول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87773-کابل_کښې_له_نشه_یې_توکو_سره_د_مبارزې_مدیر_ونيول_شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه یې توکو یو لوے هغه قاچاق وړونکی یې نیولې چې د کابل امنیه قومندانۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کښې برحاله منسوب و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2020 13:51 Asia/Kabul
  • کابل کښې له نشه یې توکو سره د مبارزې مدیر ونيول شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه یې توکو یو لوے هغه قاچاق وړونکی یې نیولې چې د کابل امنیه قومندانۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کښې برحاله منسوب و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن کابل کې د خبرې غونډې پر مهال وویل چې امنیتي ځواکونو د نشه یې توکو لوے مافیا “میا احمد احمدي” چې عملا د کابل امنیه قومنداني کې یې د نشه یې توکو سره د مبارزې برخه کښې د مدیر په توګه دنده پرمخ بیوله نیولی دے.

د کورنیو چارو وزات ویاند چې وروستۍ یوې میاشت کې د پولیسو پر لاسته راوړنو یې خبرې کولې وویل، چې “میا احمد احمدي” د نشه یي توکو یو له سترو مافیا څخه شمېرل کېږي، چې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د رحیمي په وینا “میا احمد احمدي” چې د کابل امنیه قومندانۍ برحاله کاروکوونکی و، او له نشه یې توکو سره یې د مبارزې برخه کې کار کاوه، د کابل ښار ټولو حوزو کې به یې نشه ای توکي وېشل او د نشه یې توکو له کاروباریانو څخه به یې باج اخیسته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت پنځه نور برحاله کاروکونکي چې د نشه یې توکو کاروبار کې یې لاس درلو د نیولي دي، او نسبي دوسیه یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلې ده.