د افغانستان د سکېټ زدهکړې فلم د اسکار جایزه ګټلې
Feb 11, 2020 04:46 Asia/Kabul
په دې فلم کې د هغه افغان نجونو ژوند انځور شوی چې په سکیستان کې درس وايي او دغهشان ترڅنګ ئې د سکېټ بورډ لوبه هم کوي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د المپیک ملي کمېټې یوه مسئول مقام مجیب قاريزاده پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دغه مستند فلم ته بیګا د اسکار د ۲۰۲۰ میلادي کال معتبره جایزه ورکړل شوه.
یوه اوونۍ وړاندې هم دغه فلم په بریتانیا کې د بفتا جایزه ګټلې وه.
د افغانستان د 'جګړې د سیوري لاندې د سکېټ زدهکړه' نومې دغه مستند فلم د بریتانیايي النا ادریچوا لهخوا جوړ شوی دی.
په دې فلم کې د هغه افغان نجونو ژوند انځور شوی چې په سکیستان کې درس وايي او دغهشان ترڅنګ ئې د سکېټ بورډ لوبه هم کوي .
پرچ