کابل کښې د جنایی جرمونو په تړاؤ لس تنه ونیوی شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87900-کابل_کښې_د_جنایی_جرمونو_په_تړاؤ_لس_تنه_ونیوی_شول
په کابل کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د مجرمینو دنیول لړۍ په چټکۍ سره روانه ده چې نن یې هم لس (۱۰) تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2020 11:58 Asia/Kabul
  • کابل کښې د جنایی جرمونو په تړاؤ لس تنه ونیوی شول

په کابل کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د مجرمینو دنیول لړۍ په چټکۍ سره روانه ده چې نن یې هم لس (۱۰) تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي چې د تېرو (۴۸) ساعتونو په ترڅ کې یې د کابل ښار د دویمې، څلورمې، نهمې، یوولسمې، دیارلسمې او پنځلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې لس (۱۰) تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو، په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، د غیرقانوني وسلو لېږد، د کورونو غلا، د موبایل غلا، ژوبله، د موټر د پلېټ غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې له یادو کسانو څخه دوه میله وسلې، یو قبضه لاسي بم، یو قاب غلا شوی نمبر پلېټ او یو شمېر نشه يي توکي د تریاکو او چرسو له ډوله هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ پولیسو د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې درې تنه د وژنې او انسان تښتونې په تړاو نیولي ول.