اسماعيل خان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو تاکيد وکړ
Feb 17, 2020 02:29 Asia/Kabul
د افغانستان د اوبو او انرجۍ مخکښيني وزير له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په ضرورت تاکيد وکړ.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د اوبو او انرجۍ مخکښيني وزير او د دغه هېواد يو نامتو جهادي شخصيت محمد اسماعيل خان وويل، افغان ولس له تيري سره د مبارزې روحيه لري او بهرني ځواکونه پکار دے له دغه هېواده پښې سپکې کړي.
اسماعيل خان وويل که له افغانستان سره دوستي کول غواړي نو پکار دے دغې دوستۍ ته له قانوني لارې دوام ورکړي نه د فوځي شتون له لارې.
دغه افغان جهادي شخصيت تاکيد وکړ، هيڅ ابرقدرت نه دي کړې شوي په دائمي توګه په افغانستان کښې شتون ولري او په افغانستان کښې موجود بهرني ځواکونه هم بايد لاړ شي چې البته خامخا به ځي.
هغه همدارنګ له طالب ډلې وغوښتل له جنګه دې لاس واخلي.
ټیګونه