په کابل کښې د ايران او افغانستان ګډ تجارتي نندارتون
د افغانستان په پائېتخت کابل کښې د دغه هېواد او ايران ګډ اتم تجارتي نندارتون شروع شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران او افغانستان ګډ اتم تجارتي نندارتون په پينځه اتيا غرفو يا سټالونو سره چې شپېته غرفېيې د ايران د اسلامي جمهوريت د شرکتونو توليداتو ته او پينځويشت نورې غرفې يې د افغانستان د اسلامي جمهوريت توليداتو ته بيلې کړې شوي دي پرون د نهې په ورځ په کابل کښې په کار پېل وکړ.
ايراني شرکتونو په دغه نندارتون کښې د آبادونې د مصالحو، خوراکي موادو، کورنيو لوازمو، د سينګاري، روغتيائي او وينځلو د وسائلو، روغتيائي او درمليزو، صنعت او معدن د سامانونو په شمول په مختلفو برخو کښې خپل ترټولو نوي محصولات نندارې ته اېښودي دي.
همدا اوس د ايران او افغانستان دواړو هېوادونو ترمېنځ د اقتصادي مبادلاتو حجم په کال کښې له درې ميليارډ ډالرو زيات دے.