د افغانستان د سولې اوثبات لپاره به درستې هڅې وکاروي
د افغانستان د انتخاباتو کمیشن پرون اشرف غني ته د ولسمشرۍ د انتخاباتو دګټونکي په توګه باؤر لیک هم سپارلی ، خو د افغانستان ځيني سیاسی لورو ورسره کلک مخالفت کړی او په دې باب ئې داړۍ ګړۍ د رامینځة کیدا په اړه هم خبرداري ورکړي دي .
زمونږ خبریال راپورراکړ د افغانستان د ولسمشرۍ مانۍ مطبوعاتي دفتر بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،د افغانستان ولسمشر اشرف غني د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو پشمول د بیلابیلو موضوعګانو په اړه لیده کاته کړي دي .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،په دغې کتنې کېهمداراز د کابل د حکومت له خوا د تاؤتریخوالي دکمید او د مدیریّت دڅرنګوالي د جزیاتو په باب هم بحث او خبرې شوي او زلمي خلیلزاد په دې اړه له نوو بدلونو اشرفغني خبرکړی له طالبانو سره ئې د امریکا د سولې د موافقې په اړه مهمې مشورې هم کړي دي .
دا لیده کاته په داسې حال کې شوي،چې د افغانستان د انتخاباتو کمیشن پرون اشرف غني ته د ولسمشرۍ د انتخاباتو دګټونکي په توګه باؤر لیک هم سپارلی ، خو د افغانستان ځيني سیاسی لورو ورسره کلک مخالفت کړی او په دې باب ئې داړۍ ګړۍ د رامینځة کیدا په اړه هم خبرداري ورکړي دي .