افغانستان کښې د تاوتریخوالي د کمیدو د موافقې اجرايي کیدل
افغانستان کښې د تاوتریخوالي او تشدد د کمیدو موافقه له بیګا څخه اجرايي شوه.
ولسمشر اشرف غني تیره شپه وویل: په افغانستان کښې د بهرنیو پوځیانو، افغان ځواکونو او طالب ډلې ترمینځ د تاؤتریخوالي د کمیدو موافقه د اوو ورځو لپاره اجرايي کیږي.
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې امریکا او طالبان به د روانې فرورۍ میاشتې په ۲۹ نیټه د نړیوالو څارونکو په ګډون سره یولړ مراسمو کښې یوه موافقه لاسلیک کړي.
بلآخره په افغانستان کښې د طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په هکله د افغانستان د حکومت او امریکې ترمینځ د څو اونیو له کشالې وروسته دغه طرحه د واشنګټڼ، کابل او طالب ډلې له خوا د یوې اونۍ لپاره اجرايي شوه.
په افغانستان کښې د تاوتریخوالي د کمي له طرحې سره د افغانستان د حکومت موافقه د میونیخ په امنیتي غونډه کښې د ولسمشر محمد اشرف غني له ګډون او د دغې نړیوالې غونډې په څنګ کښې له غني سره د ټرمپ د حکومت د خارجه وزیر مایک پمپئو په شمول په هغې کښې د ګډونوالو امریکايي چارواکو سره له خبرواترو وروسته شوې ده.
د افغانستان ولسمشر د میونخ په غونډه کښې له ګډونه مخکښې په خپل هیواد کښې د تشدد کمي د طرحې مخالف و او یوازې یې د دائمي اوربند او د جنګ په ختمیدو ټينګار درلود.
په افغانستان کښې د تشدد د کمي د طرحې اجرايي کیدل ښودنه کوي چې امریکا وتوانیدله اشرف غني له دغې طرحې سره موافقې ته متقاعد کړي.
البته په افغانستان کښې دننه او په سیاسي کچه یوازې د اشرف غني لوری د تاؤتریخوالي د کمي د طرحې مخالف و او د دغه هیواد اجرايي مشر عبد ا... عبد ا... او د ملي وحدت د حکومت نور چارواکي او هم داشان د سیاسي ډلو او ګوندونو یوشمیر مشرانو د دغې طرحې په هرکلي سره هغه په افغانستان کښې د دائمي اوربند او د جنګ او تشدد د بیخي ختمیدو لپاره فاینل موافقې ته د رسیدو لپاره یوه زمینه وبلله.
باید پام مو وي چې په افغانستان کښې د تاوتریخوالي د کمیدو مطلب چې د طالبانو، د دغه هیواد د حکومت او امریکې له خوا ورسره موافقه شوې ده، هم هغه لنډمهاله اوربند دی چې په ظاهره د اوربند کلمې په کارولو کښې د طالبانو حساسیتونو ته په پام سره یې ورته د تاوتریخوالو د کمولو نوم غوره کړی دی.
سره له دې چې ټاکل شوې وه د دغې موافقې له مخې په افغانستان کښې تاوتریخوالی د یوې اونۍ لپاره بند شي خو ځینې خبرونه د دغه هیواد په یوشمیر سیمو کښې د دغې موافقې د خلاف ورزۍ بیانونکې دي.
د بلخ ولایت چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کښې د تاوتریخوالي د کمیدو د طرحې د اجرايي کیدو له اعلان وروسته طالب ځواکونو د دغه ولایت په یوشمیر مرکزونو باندې حمله وکړه.
په افغانستان کښې د تاوتریخوالي د کمیدو د طرحې د اجرا د پرمختګ مخې ته یو ستر چیلنج په طالب ډله کښې د څانګو جوړیدو شتون دی چې کولی شي حتی د امریکې او افغانستان له حکومتونو سره د دغې ډلې د صلحې احتمالي موافقه په خطر کښې واچوي.
د سیاسي چارو کارپوه سید انتظار خادم وايي: د پاکستان حکومت کولی شي په افغانستان کښې د تاوتریخوالي د کمي د طرحې په کامیابه اجرا کښې مهم رول ولوبوي.
په دې وروستیو کلونو کښې تل دا اندیښنه موجوده وه چې که په افغانستان کښې د طالبانو او ښکیلو خواؤ ترمینځ د صلحې لپاره احتمالي موافقه ترلاسه شي نو په دغې موافقې باندې له طالبانو د بیل شویو کسانو او بهیرونو نه پابندي به د نښتې او تاوتریخوالي د راستنیدو سبب شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*