د انتخاباتو د پایلو اعلان د اساسي قانون خلاف دی
زمونږخبریال وايي د افغانستان یو شمېر سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د ټولو په ګډون د یوه (1) داسې حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کړې چې د دوی په وینا سولې ته ژمن وي.
په دې ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله، د ملي اسلامي غورځنګ ګوند د مرکزي شورا مشر باتور دوستم، د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق، د افغانستان د وحدت ګوند محمد کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او انوار الحق احدي برخه لرله.
دوی د ګلبدین حکمتیار په کور کې غونډه کړې ده.
د دې ډلې سیاستوالو له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان چې د اساسي قانون سره د حکم خلاف اعلان شوې د کړکیچ پراخېدو لامل کېږي نو ځکه خلکو ته د منلو نه دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د غونډې ګډونوالو د یوه داسې ټول شموله حکومت" د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د دوی په وینا د افغانانو د سیاسي اجماع استازولي وکړي او د سولې له بهیر سره همکار وي.
دې ډلې سیاستوالو د سيمې او نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي او سولې بهیر ته د زیان نه رسېدو په موخه دې د ولسمشریزو ټاکنو د اعلان شویو پایلو ملاتړ نه کوي.
په اعلامیه کې له نورو افغان سیاسي شخصیتونو غوښتنه شوې چې له دې ډلې سره یو ځای شي.
د ولسمشریزو ټاکنو پایلې د تېرې سې شنبې په ورځ له ټاکنو نږدې پنځه میاشتو وروسته اعلان شوې او له مخې یې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو.
خو د ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله او اجرائیه مشر د کمېسیون له اعلانه څو ساعته وروسته کابل کې خپلو پلویانو ته وویل چې ټاکنې دوی ګټلې دي او خپل حکومت به جوړوي.