د طالبانو پر تسلمېدو باندې د افغانستان د ولسمشر ټینګار
د افغانستان ولسمشر اعلان وکړ د طالبانو ډله د سولې په تړاو باید یوې نتیجې ته ورسیږي او دخلکو هوډ ته تسلیمه شي.
د اناټولي په حواله محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې دې ته په اشارې سره چي د مذاکراتو موخه په دې هیواد کې د جنګ ختمېدا او د سولی او ثبات راتګ دی، وویل: د طالبانو لپاره زما پیغام دا دی چي د سولې په تړاو دي یوې نتیجې ته ورسېږي او د وطن او ملت د خدمت لپاره د خلګو هوډ ته غاړه کښېږدوي.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه: د ټاکنو د تر سره کېدو وروسته ټولو ته په کار دي چي خپلې شخصي چارې څنګ ته کړي او د جنګ د لمبو څخه د افغانستان د ژغورنې، د صلحي د ټینګېدو او د خلکو مشکلاتو ته د پاملرني لپاره دي له یو بل سره یو موټۍ شي.
محمد اشرف غني په داسی حال کې دا خبرې مطرح کړي چي د امریکا او د طالبانو تر مینځ د تش په نامه سولې د موافقې د لاسلیکېدو نه وروسته، د افغانستان دولت په شتون کې به د افغانانو خپل منځي خبرې اترې پیل شي.