طالبان: د افغانستان حکومت په رسمیت نه پیژنو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88390-طالبان_د_افغانستان_حکومت_په_رسمیت_نه_پیژنو
له امریکې سره د طالبانو د مرکچي ټیم جګ پوړې غړي وویل چې د افغانستان تپل شوی حکومت په رسمیت نه پیژني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2020 14:03 Asia/Kabul
  • طالبان: د افغانستان حکومت په رسمیت نه پیژنو

له امریکې سره د طالبانو د مرکچي ټیم جګ پوړې غړي وویل چې د افغانستان تپل شوی حکومت په رسمیت نه پیژني.

د افغانستان د خامه پریس په لیکنه، شیر محمد عباس ستانکزي نن د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له اوسني حکومته د امریکې د ملاتړ په غندنې سره وویل: د افغانستان خلک له حکومته راضي نه دي او هغه غیرقانوني ګڼي.

د طالبانو دغه مهم غړي له امریکې سره د خپلې ډلې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته زیاته کړه: طالبان به د افغان ډلو ترمینځ مذاکراتو کښې هڅه وکړي یو داسې حکومت غوره شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

د ویلو ده چې د ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم چې د دغه هیواد په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ګټونکي په توګه اعلان شوی، د مارچ په نهمه نیټه ترسره شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبد ا... عبد ا... هم  چې له اشرف غني وروسته یې ترټولو زیاتې راې ګټلې دي، د هغه بریا نه مني او ځانته د یو هراړخیز حکومت جوړولو په تکل کښې دی.