له افغانستانه د امريکائي ځواکونو وتل په لسو ورځو کښې شروع کيږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88398-له_افغانستانه_د_امريکائي_ځواکونو_وتل_په_لسو_ورځو_کښې_شروع_کيږي
د امريکې د دفاع وزير وويل، له طالب ډلې سره د شوې موافقې له مخې له افغانستانه د امريکائي ځواکونو وتل په راتلونکو لسو ورځو کښې شروع کيږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2020 04:11 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د امريکائي ځواکونو وتل په لسو ورځو کښې شروع کيږي

د امريکې د دفاع وزير وويل، له طالب ډلې سره د شوې موافقې له مخې له افغانستانه د امريکائي ځواکونو وتل په راتلونکو لسو ورځو کښې شروع کيږي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د امريکې د دفاع وزير مارک اسپر پرون په يو اخباري کانفرنس کښې وويل، په افغانستان کښې يې امريکائي ځواکونو ته حکم ورکړے دے چې له افغانستانه دې د دغو ځواکونو وړومبنے شاتګ شروع کړي.

اسپر تاکيد وکړ چې امريکه به په ابتداء کښې په افغانستان کښې د خپلو ځواکونواندازه اته زره او شپږ سوو ته رسوي او بيا به دغه بهير اودريږي چې حالات وجاجوي.

د طالبانو او امريکې ترمېنځ د موافقې له مخې ټاکل شوې ده په افغانستان کښې د تاوتريخوالي په کمښت باندې د طالبانو د پابندۍ په شرط به امريکائي ځواکونه په څوارلسو مياشتو کښې په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي.