افغان ولسمشراشرف غني جلال اباد ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88406-افغان_ولسمشراشرف_غني_جلال_اباد_ته_ولاړ
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، له افغان ولسمشر سره د وزیرانو، چارواکو او رئیسانو یو ۵۰ کسیز پلاوی هم ور رسېدلی دی چې نن به ټوله ورځ له امنیتي مسوولانو، ښځو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره لیدنې ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2020 09:18 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشراشرف غني جلال اباد ته ولاړ

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، له افغان ولسمشر سره د وزیرانو، چارواکو او رئیسانو یو ۵۰ کسیز پلاوی هم ور رسېدلی دی چې نن به ټوله ورځ له امنیتي مسوولانو، ښځو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره لیدنې ولري.

د افغانستان د رسندویو له راپور سره سم افغان ولسمشر غني نن د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې او د دغه ولایت له خلکو څخه په ټاکنو کې ده ته پراخې رایې د ورکړې له کبله مننې لپاره ورسېد.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، له افغان  ولسمشر سره د وزیرانو، چارواکو او رئیسانو یو ۵۰ کسیز پلاوی هم ور رسېدلی دی چې نن به ټوله ورځ له امنیتي مسوولانو، ښځو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره لیدنې ولري.

بلخوا د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په ننګرهار کې دا مهال د نیالګیو کینولو موسم روان دی او ولسمشر به هم د پسرلي پيل او نمانځنه د نیالګي په کینولو وکړي.