افغانستان کښې د لوړې دوې دستورې ترسره کیږي
ایسنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې دوو (۲) سیالو کاندیدانو یعني ولسمشر اشرف غني او د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله په یوه (۱) بې ساري اقدام کښې نن (دوشنبه )په جلا جلا ډول د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو د ترسره کولو خبر ورکړ .
د افغانستان د ولسمشر دفتر وویل اشرف غني نن په کابل کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ یعني ارګ کښې د خپلې لوړې دستورې ترسره کوي .
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي مشر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړیو هم وویل که چیرې د هغو خبرو اترو په نتیجه کښې چې اوس هم دوام لري د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم ونه ځنډیږي د کابل په «سپیدار »ماڼۍ کښې به په یووخت د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ترسره شي .
د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د لوړې د مراسمو د چمتو کولو د کمیسیون مشر «غلام بهاالدین ګیلاني» وویل د دغو دستورو د ترسره کولو لپاره ټول چمتووالي نیول شوي او کورنیو ارګانونو ، خارجي سفارتونو او موسسو ته بلن لیکونه هم استول شوي دي .
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ویاند حکمت الله حکمت هم وویل د خارجي سفارتونو لخوا د اشرف غني او د عبدالله عبدالله د استازیو ترمینځ خبرې روانې دي چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم وځنډول شي .