د اشرف غني د لوړې په مراسمو حمله داعش کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88541-د_اشرف_غني_د_لوړې_په_مراسمو_حمله_داعش_کړې_ده
داعش ترهګرې ډلې په کابل کښې د اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو له ترسره کیدو سره هم مهاله د شوې راکټي حملې پړه ومنله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2020 02:17 Asia/Kabul
  • د اشرف غني د لوړې په مراسمو حمله داعش کړې ده

داعش ترهګرې ډلې په کابل کښې د اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو له ترسره کیدو سره هم مهاله د شوې راکټي حملې پړه ومنله.

پرون د لوړې له مراسمو وروسته د افغانستان د ولسمشر د وینا په وخت څو راکټونه په کابل کښې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خواوشا ولګیدل.

په کابل کښې عیني شاهدانو وویل چې د ولسمشر اشرف غني له وینا سره هم مهاله څو راکټونه او هاوان مرمۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ په اطرافو کښې ولګیدې چې د چاودنې غږ یې د وینا مراسم ګډوډ کړل خو اشرف غني خپلې وینا ته دوام ورکړ.

د ویلو ده چې پورن هم په ارګ ماڼۍ کښې او هم په سپیدار ماڼۍ کښې سلګونه کسان د محمد اشرف غني او عبد ا... عبد ا... د لوړې د جلاجلا مراسمو لپاره ورغلې وو چې د راکټونو حمله د ځلمي خلیلزاد او یوشمیر نورو امریکايي چارواکو په شمول د یوشمیر ګډونوالو له خوا د یادو مراسمو د پریښودو سبب شوه.