د طالبانو خوشي کول شرمونکي معامله ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88585-د_طالبانو_خوشي_کول_شرمونکي_معامله_ده
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل له زندانونو څخه د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو په هکله د ولسمشر اشرف غني د حکم صادریدل شرمونکي معامله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2020 13:14 Asia/Kabul
  • د طالبانو خوشي کول  شرمونکي معامله ده

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل له زندانونو څخه د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو په هکله د ولسمشر اشرف غني د حکم صادریدل شرمونکي معامله وبلله .

هغه نن د افغانستان دطالبانو د پینځه زره (۵۰۰۰)  بندیانو د خوشي کولو لپاره د ولسمشر اشرف غني په حکم نیوکه وکړه او  هغه یې د  دغه هیواد  په جنګ کښې د وژل شویو ملکي وګړو او د حکومتي عسکرو کورنیو ته بې احترامۍ او سپکاوی وباله .