کرونا ناروغي د ننګرهار اته لکه خلک ګواښي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88724-کرونا_ناروغي_د_ننګرهار_اته_لکه_خلک_ګواښي
دکرونا ناروغۍ په اړه ددې سیمې د خلکو اندیښنې وروسته له دې زیاتې شوې چې دننګرهار ختیز په خیبرپختونخواه ،په لویدیز کې د لوګر او دغه راز په شمال لویدیز کې د کاپیسا په ولایتونو کې دکرونا ناروغۍ د مثبتې پېښې ثبت شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2020 12:02 Asia/Kabul
  •  کرونا ناروغي د ننګرهار اته لکه   خلک ګواښي

دکرونا ناروغۍ په اړه ددې سیمې د خلکو اندیښنې وروسته له دې زیاتې شوې چې دننګرهار ختیز په خیبرپختونخواه ،په لویدیز کې د لوګر او دغه راز په شمال لویدیز کې د کاپیسا په ولایتونو کې دکرونا ناروغۍ د مثبتې پېښې ثبت شوې.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل  نن په یولړ څرګندونو کې  وئیلي دي ،سره له دې چې تر اوسه په ننګرهار کی د کرونا  ناروغۍ کومه مثبته پیښه نده ثبت شی ،خو که دغه ناروغي  خوره شي ،نوکابو اته لکه وګړو پرې د اخسته کیدا ویره موجوده ده .

د  ننګرهار والي  ویلي، دخلکو دپوهې د  کچې ټیټوالی ،دناروغۍ پر وړاندی د  تدابیرو نه نیول او  بی پروائي ،دا ویره نوره هم لوړوي. هغه وویل اوس ددی ولایت دینی عالمانو دښار په واټونو او ګڼ میشته سیمو کې د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي او دغه راز د روغتیا ریاست له لورې د سل بسترونو یو روغتون تیار شوی دی.په عین حال کې د ننګرهار د عامی روغتیا د ادارې مشر  ډاکتر نصیر احمد دوراني وئيلي  دي ، که څه هم اوسمهال د تورخم دروازه تړل شوی او د خلکو تګ راتګ نشته ،خودوي  هلته د تبې د  معلومولو دستګاه او د خلکودڅارني مرکز فعال کړی او همدارنګه ئې په جلال اباد ښار کې ټول ورزشي کلبونه،هغه هوټلونه چې د ودونو او نورو ښادیو مراسم پکی تر سره کیدل او حمامونه تړلي دي.ننګرهار کې اوسمهال څلور ملیونه وګړي استوګن دي . دکرونا ناروغۍ په اړه ددې سیمې د خلکو اندیښنې وروسته له دې  زیاتې شوې چې دننګرهار ختیز په  خیبرپختونخواه ،په لویدیز کې د لوګر او دغه راز په شمال لویدیز کې د کاپیسا په ولایتونو کې دکرونا ناروغۍ د مثبتې پېښې ثبت شوې.