عبدالله عبدالله د چمن پولې د خلاصولو لپاره د پاکستان د حکومت قدرونه وکړه
Mar 19, 2020 16:01 Asia/Kabul
ډاکټر عبدالله عبدالله په يو پېغام کښې چمن – سپين بولډک پوله ايزې لارې د خلاصولو لپاره د پاکستان د وزيراعظم قدرونه وکړه.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې عبدالله عبدالله چې ځان د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو بريالي بولي نن د پادکستان د واکمن تحريک انصاف ګوند دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو د ښه کېدو په لړ کښې يو ارزښتناک ګام وبلۀ. د افغانستان په انتخاباتو کښې د اشرف غني سيال وويل، عمران خان د هغه په غوښتنه د افغانستان د تجارتي سامانونو په مخ د چمن – سپين بولډک پوله ايزې لارې له پرانېستو سره موافقت وکړ.
پاکستان له دې مخکښې دغه پوله ايزه لار د جنورۍ له وړومبۍ نېټې څخه د ټولو ګاډو او موټرو په مخ تړلې وه.