کابل کښې په تګ راتګ د محدوديت لګولو طرحه تصویب شوه
Mar 27, 2020 15:15 Asia/Kabul
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سټراټیژيکو تعلقات لوے صلاحکار وحید عمر وويل، د کابینې په ننۍ بېړنۍ غونډه کښې په کابل کې په تګ را تګ د محدودیت لګولو طرحه تصویب شوه.
نوموړی وويل، په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړې شي.
هغه زياته کړه افغان حکومت له کورونا سره د مقابلې لپاره دا ګام پورته کړ.