د افغانستان ولسمشر د کابینې د جوړولو کار پیل کړ
زمونږ خبریال وايي په داسې حال کښې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کبله سیاسي کړکیچ تراوسه ختم شوی نه دی اشرف غني د نوي کابینې د جوړولو کار پیل کړ .
د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر پرون وویل عبدالهادي ارغندیوال د ولسمشر لخوا د هیواد د مالیې وزارت د کاندید او د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی .
عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان د حزب اسلامي د ارغندیوال څانګې مشر دی چې مخکې یې د اقتصاد د وزیر په توګه فعالیت ترسره کاوه .
دغه راز شاکر کارګر چې مخکې یې د افغانستان په کابینې کښې په بیلابیلو څوکیو کار کړی دی د ولسمشر اشرف غني د نوي دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی دی .
ځینې نا تائید شوي راپورونه وايي چې حنیف اتمر چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پښیمانه شوی کاندید دی هم د افغانستان د خارجه وزارت د کاندید او د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی .
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کبله سیاسي اختلافات تراوسه نه دي حل شوي او په دې زمینه کښې سلامشورې دوام لري .
عبدالله عبدالله پرون له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د ولسمشر اشرف غني لخوا ټاکل شوی پلاوی تائید کړ او هغه یې د افغانانو ترمینځ د خبرواترو د پیلیدا لپاره مهم ګام وباله .