په افغانستان کې یوپیلوټ له برمته ګرو وژغورل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89023-په_افغانستان_کې_یوپیلوټ_له_برمته_ګرو_وژغورل_شو
دکابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه فتح الله سیمه کې دوه کسان د یوه کس د تښتونې پر مهال نیول شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2020 09:07 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کې یوپیلوټ له  برمته ګرو وژغورل شو

دکابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه فتح الله سیمه کې دوه کسان د یوه کس د تښتونې پر مهال نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرتیا کی ویلی چی  دکابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه فتح الله سیمه کې دوه کسان د یوه کس د تښتونې پر مهال نیول شوي دي.

دوی غوښتل د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې د هوايي ځواکونو یو پيلوټ وتښتوي، چې د پولیسو پر وخت او چټکو هڅو په پایله کې نیول شوي دي.

له دغو کسانو څخه یو موټر، یو کلاشینکوف، او یو څه نشه يي څښاک د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د نیول شویو کسانو دوسیې د پولیسو تر څېړنو لاندې دي.