دافغانستان ولسمشر عبدالله ته د سولې دلوړې شورا د مشرۍ وړانديز کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89077-دافغانستان_ولسمشر_عبدالله_ته_د_سولې_دلوړې_شورا_د_مشرۍ_وړانديز_کړی
زمونږخبریال وايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او اداري پلاوي سره په کتنه کې وړاندیز کړی دی چې پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې د افغان سولې د بهیر مشر شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2020 01:44 Asia/Kabul
  • دافغانستان ولسمشر عبدالله ته د سولې دلوړې شورا د مشرۍ وړانديز کړی

زمونږخبریال وايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او اداري پلاوي سره په کتنه کې وړاندیز کړی دی چې پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې د افغان سولې د بهیر مشر شي.

ولسمشر غني دا وړاندیز د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره په سلامخانې ماڼۍ کې په یوه(1) کتنه کې کړی دی.

ښاغلي‌ غني په خپلو خبرو کې پر پخواني اجراييه رئيس عبدالله عبدالله غږ کړی چې د سولې عالي شورا مشري او مديريت دې پر غاړه واخلي‌ .

اشرف غني  دغه چاره  له اوسني ‌بحرانه د وتلو لار بللې ده.

د اشرف غني څرګندونو ته  په غبرګون کې د عبدالله عبدالله وياند اميد ميثم وويل، ''که دا ستونزه حل نشي موږ د ټولشموله حکومت په چوکاټ کې خپلې چارې پر مخ بيايوو او ژر به کابينه اعلان کړو''

د ولسي جرګې لخوا د منځګړيتوب پلاوي سره په لیدنه کې ښاغلي غني ویلي چې د قانون په چوکاټ کې سیاسي جوړجاړي ته لېواله دی خو د ده په وینا ''دوه سری'' حکومت ورته د منلو وړ نه دی.‌‌

اشرف غني ویلي،‌ په دې رول کې به ښاغلی عبدالله د ولسمشر د مرستيال پروتوکول ولري، او امنيتي امکانات، بوديجه او د پرېکړو کولو بڼه يې ټول د بحث وړ دي.

ښاغلي غني همدا راز ویلي، په راتلونکې کابينه کې به ټول افغانان خپل ځانونه وويني، د اهليت او کفايت له مخې به د هېواد مطرح او علمي شخصيتونو ته د خدمت زمينه برابره شي.