د اشرف غني له خوا د اوربند غوښتنې ته د طالبانو غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89552-د_اشرف_غني_له_خوا_د_اوربند_غوښتنې_ته_د_طالبانو_غبرګون
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په افغانستان کښې د اوربند د ټینګښت لپاره د دغه هیواد د ولسمشر د غوښتنې په ځواب کښې وویل: د قطر د موافقې عملي کیدل په افغانستان کښې د اوربند او د صلحې د ټینګښت سبب کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2020 10:43 Asia/Kabul
  • د اشرف غني له خوا د اوربند غوښتنې ته د طالبانو غبرګون

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په افغانستان کښې د اوربند د ټینګښت لپاره د دغه هیواد د ولسمشر د غوښتنې په ځواب کښې وویل: د قطر د موافقې عملي کیدل په افغانستان کښې د اوربند او د صلحې د ټینګښت سبب کیږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په افغانستان کښې د اوربند د ټینګښت لپاره د دغه هیواد د ولسمشر د غوښتنې په ځواب کښې وویل: د قطر د موافقې عملي کیدل په افغانستان کښې د اوربند او د صلحې د ټینګښت سبب کیږي.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، سهیل شاهین نن مدعي شو چې طالبانو په قطر کښې له امریکې سره د موافقې په لاسلیکولو کښې یوه هراړخیزه لاره ومنله او د ملګرو ملتو امنیت شورا او نړیوالې ټولنې هم تاییده کړه او که هغه موافقه عملي شي نو مونږ به په افغانستان کښې اوربند او صلحې ته ورسوي.

په قطر کښې د طالبانو سیاسي ویاند له دې مخکښې د افغانستان حکومت د صلحې په بهیر کښې د خنډ په اچولو تورن کړ او ویې ویل: د کرونا وایرس له امله د زرګونو زندانیانو په خطر کښې له لویدو سره سره د اوربند غوښتنه معقوله نه ده.

د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د روژې د میاشتې د رارسیدو په مناسبت یو پیغام کښې له طالبانو غوښتې وو چې د اوربند د اعلانولو لپراه د حکومت له غوښتنې سره موافقه وکړه.