د قطر موافقي ته هیلې ډيرې پیکه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89590-د_قطر_موافقي_ته_هیلې_ډيرې_پیکه_شوي_دي
ډيری کارپوهان او شناندي په دې اند دي،چې امریکا نیّت لري په قطر کې د طالبانو او دکابل حکومت ترمینځ د تش په نامه سولې دموافقې له تصویبولو څخه پخپلې ګټې سیاسی استفاده وکړي ،خو په افغان پوځيانو د طالبانو دحملو او د عامو خلکو د مرګ ژوبلو د زیاتیدا په دلیل ناکامه پاتې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2020 12:03 Asia/Kabul
  • د قطر موافقي ته هیلې  ډيرې پیکه شوي دي

ډيری کارپوهان او شناندي په دې اند دي،چې امریکا نیّت لري په قطر کې د طالبانو او دکابل حکومت ترمینځ د تش په نامه سولې دموافقې له تصویبولو څخه پخپلې ګټې سیاسی استفاده وکړي ،خو په افغان پوځيانو د طالبانو دحملو او د عامو خلکو د مرګ ژوبلو د زیاتیدا په دلیل ناکامه پاتې ده .

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ ،  د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمینځ دسولې شوي موافقې  نه یوازې ماته خوړلې ده ، بلکې  له ډيرو زیاتو مشکلاتو سره  هم مخامخ شوې  او   په افغانستان کې د جنګ په ختمولو او دامنیت په ټينګولو کې هیڅ اغیزې نه دي شیندلي ، بلکې دغه تاؤتریخوالي او نښتې ورځ تر بلې لا  پسې زیاتې شوي هم دي .

زلمي  خلیلزاد  په  افغانستان کې پر ښکیلو لورو غږ کړی ،  په دغه هیوادکې جنګ پاي ته ورسوي .

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي چې  د قطر د موافقې له اجرا کیدا نهیلی شوی دی ،نن له طالبانو ډلې غوښتي دي ، په افغانستان کې دې جنګ او تاؤتریخوالی ختم کړي  او دکابل حکومت دې هم دسیاسي بحران په سر له مخالفو ډلو سره  موافقه وکړي .

دغه افغان توکمه امریکائي  په دوام  کې وئيلي دي ،په افغانستان کې د سیاسی بندون دوام او یا ورځيني وتل  د افغانستان له سیاسی شخصیتونو او طالبانو سره  اړه لري .