د افغانستان دفاع وزارت طالبانو ته سخت ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89619-د_افغانستان_دفاع_وزارت_طالبانو_ته_سخت_ګواښ_وکړ
ښاغلي خالد طالبانو ته خبرداری ورکړ که پر امنیتي ځواکونو بریدونه کم نه کړي نو د جګړې په ډګر کې به له ماتې خوړلو او نابودۍ سره مخ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2020 00:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان دفاع وزارت طالبانو ته سخت ګواښ وکړ

ښاغلي خالد طالبانو ته خبرداری ورکړ که پر امنیتي ځواکونو بریدونه کم نه کړي نو د جګړې په ډګر کې به له ماتې خوړلو او نابودۍ سره مخ شي.

 

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد مزار شریف ته د یو سفر په ترڅ کې طالبانو ته ګواښ کړی که خپل بریدونه کم نه کړي نو له امنیتي ځواکونو سره به په جګړه کې دا ډله له منځه یوړل شي.

 نوموړی چې د بلخ د امنیتي وضعیت څارنې لپاره دغه ولایت ته تللی و، له خبریالانو سره یې په سوله او اوربند ټینګار کړی دی، خو ویلي یې دي طالبانو د اورکم له اوونۍ وروسته پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي او د سولې اراده نه لري.

ښاغلي خالد طالبانو ته خبرداری ورکړ که پر امنیتي ځواکونو بریدونه کم نه کړي نو د جګړې په ډګر کې به له ماتې خوړلو او نابودۍ سره مخ شي.

ښاغلي خالد ویلي، افغان ځواکونو سږ کال د طالبانو پر وړاندې پراخې لاسته راوړنې لرلې دي او دا ډله اوس ضعیفه شوې ده.

خالد دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې طالبانو د روژې د اوربند په هکله د ټولو لوریو غوښتنه رد کړې او دا غوښتنه یې غیر منطقي بللې.

ارګ د طالبانو له دغو خبرو وروسته ویلي، چې طالبانو ثابته کړه چې د جګړې دوام غواړي.