سرور دانش:
نږدې ورځو کښې غني او عبدالله توافق ته رسېږي
د افغان ولسمشر «اشرف غني» دویم مرستیال «سرور دانش» وويل، په راتلونکو څو ورځو کې عبدالله عبدالله د مصالحې شورا مشري په غاړه اخلي او په دې توګه د دواړو لورو تر منځ اختلاف پای ته رسېږي.
دانش دغه ادعا د ملګرو ملتونو له استازې سره د ویډیويي کانفرنس له لارې کړې. او وې ويل، د ملي وحدت د ساتلو په هدف سره د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره هڅې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به د ملي مشارکت حکومت په چوکاټ کې دواړه لوري توافق ته ورسېږي او عبدالله به د مصالحې شورا مشري په غاړه واخلي.
نوموړي د دې تر څنګ د صلحې په اړه خپل نظر بیان کړے، بین الافغاني مذاکرات یې يوه سخته مرحله یاده کړې او په دې برخه کې یې د نړیوالو ملګرو د ملاتړ او مرستې هیله کړې ده.
سرور دانش په نږدې راتلونکې کې د عبدالله او غني د سیاسي کړکېچ د حل کېدو خبر داسې مهال ورکوي، چې په دې وروستیو کې د کابل د سیاسي بحران په حل تاکيد زیات شوے او د حکومت نړیوالو ملاتړو ګواښ کړے، که اختلافات پای ته ونه رسول شي، په راتلونکو مرستو به ناوړه اغېز وکړي.
بل لوري ته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي، له غني سره د جوړجاړي هوکړه یې حتمی کړې ده او په لنډ وخت کې به منځګړو ته وسپارل شي. که څه هم د عبدالله له لوري د وړاندې کېدونکې طرحې جزئيات رسنیز شوي ندي، خو ویل کېږي، نوموړي په کابینه او د حکومت په نورو برخو کې د پنځوس او څلوېښت سلنه واک وړاندیز کړے او د مصالحې شورا مشري یې منلې ده.