اشرف غني او عبدالله عبدالله زر موافقه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89724-اشرف_غني_او_عبدالله_عبدالله_زر_موافقه_کوي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش د خپل هیواد په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي ډیبرا لاینز سره په خبرو کښې وویل د عبدالله عبدالله او د اشرف غني ترمینځ زر موافقه نهايي کیږي او دواړه لوري سیاسي تاوتریخوالي پاې ته رسوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2020 08:37 Asia/Kabul
  • اشرف غني او عبدالله عبدالله زر موافقه کوي

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش د خپل هیواد په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي ډیبرا لاینز سره په خبرو کښې وویل د عبدالله عبدالله او د اشرف غني ترمینځ زر موافقه نهايي کیږي او دواړه لوري سیاسي تاوتریخوالي پاې ته رسوي .

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون اشرف غني د ولسمشرۍ دانتخاباتو ګټونکی اعلان کړی دی خو عبدالله عبدالله دغه  نتیجې نه مني او دواړو مشرانو په تیر لمریز کال کښې په جلا جلا توګه د لوړې مراسم هم ترسره کړي وو  .

د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش وویل چې د ملي ګډون د حکومت په چوکاټ کښې د وحدت او د غږملتیا د پیاوړتیا لپاره هڅه روانه ده او په راتلونکو څو ورځو کښې به عبدالله عبدالله  او اشرف غني نهايي موافقې ته ورسیږي او عبدالله عبدالله به د روغې جوړې د لوړې شورا مشرۍ پرغاړه واخلي .