افغان ولسمشر له کرونا سره د مقابلې لپاره د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیا غوښتنه وکړه
د افغانستان ولسمشر وویل: د نړۍ په تیره بیا د ناپيئلي غورځنګ د هیوادونو لپاره د کرونا وایرس منفي پایلې د ګډو هلوځلو او په سیمه ایزه او نړیواله سویه د ملګرتیا په اساس سټراټیجۍ ته ضرورت لري.
د افغانستان ولسمشر وویل: د نړۍ په تیره بیا د ناپيئلي غورځنګ د هیوادونو لپاره د کرونا وایرس منفي پایلې د ګډو هلوځلو او په سیمه ایزه او نړیواله سویه د ملګرتیا په اساس سټراټیجۍ ته ضرورت لري.
د ایرنا د خبر له مخې محمد اشرف غني پرون مازیګر د ناپيئلي غورځتګ د تماس د ډلې په آنلاین سرمشریزه کښې له بې وزلۍ، لوږې، محرومیت، نابرابرۍ او بې ثباتۍ سره د مبارزې په لاره کښې د دغه غورځنګ د ډله ایزو بریاؤ د ساتنې لپاره په پياوړي هوډ ټینګار وکړ.
غني هم داشان له افغانستان سره د سیمه ایزو او نړیوالو مرستو قدرونه وکړه او زیاته یې کړه چې د هیواد خلک یې غواړي چې افغانستان د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ په مرکز بدل شي.