په کابل کښې له داعش سره د افغان امنيتي ځواکونو نښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89878-په_کابل_کښې_له_داعش_سره_د_افغان_امنيتي_ځواکونو_نښته
خبري سرچينو په کابل ښار کښې له داعشي ترهه ګرو سره د افغان ملي امنيتي ځواکونو د نښتې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2020 07:56 Asia/Kabul
  • په کابل کښې له داعش سره د افغان امنيتي ځواکونو نښته

خبري سرچينو په کابل ښار کښې له داعشي ترهه ګرو سره د افغان ملي امنيتي ځواکونو د نښتې خبر ورکړ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې بېګا د کابل ښار په اولسمه ناحيه کښې د افغان امنيتي ځواکونو او داعشي ترهه ګرو ترمېنځ د اوو ګېنټو له نښتې وروسته ټول تکفيري داعشيان هلاک شول او اډه يې تباه کړې شوه.

په دغه رپوټ کښې د سرتاوانونو دقيق شمېر ته څه اشاره نه ده شوې.

دغه حمله هغه وخت شروع شوه چې يو شمېر تکفيري داعشيانو په کابل ښار کښې ترهه ګر عمليات غوښتل چې د افغانستان د ملي امنيت د ځواکونو په مقاومت سره ناکامه شوه.

د امريکې ترملاتړ لاندې داعش ترهه ګرې ډلې تر اوسه په کابل کښې د سېکانو په ګوردوارې او د آوا خبري آژانس په ودانۍ باندې د حملو په شمول د افغان ولس په خلاف زيات جنايتونه ترسره کړي دي  چې پکښې په سلګونو تنه مړۀ او ژوبل شوي دي چې دې چارې  د خلقو قهر او غصه راپارولې ده.