خلیلزاد بیا د امریکائي موخو په خاطرسیمې ته خوځیدلی
امریکا نیّت درلود، په قطر کې د طالبانو او د کابل دحکومت ترمینځ د سولې د موافقې له تصویبیدا څخه پخپله ګټه سیاسی استفاده وکړي،خو د افغان پوځیانو پر مورچلو او مرکزونو د طالبانو دحملو او د بې ګناه خلکو د وژلو د زیاتیدا په دلیل تر دې دمه ناکامه شوې ده .
ایرنا خبري آژانس راپورورکړی ،د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ د تش په نامه سولې د موافقې په ماتې پسې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جنګ جګړو دختمولو ته ددغې ډلې د راضي کولو لپاره بیا سیمې ته خوځيدلی دی .
وئيل کیږي ، چې خلیلزاد نن سهار قطر ،هندوستان او پاکستان ته خپل سیمه ایز سفر پیل کړی ،څو دغه هیوادونه له امریکائي موخو سره غږمله کړي .
ټاکل شوې ده ،دغه افغان توکمه امریکائي ډيپلوماټ په دغه سفر کې ددغو هیوادونو له چارواکو سره له طالبانو سره د قطر د موافقې ، د افغانستان دبحراني حالاتو ، د ناکراریو د دوام او د طالبانو د حملو دزیاتیدا په باب خبرې اترې او بحث وکړي .
د امریکا ځانګړي استازي په کرتو په افغانستان کې د جنګ دختمیدا او د قطر په موافقې دعمل کولو لپاره پر طالبانو د دباؤ لپاره په کرتو دسیمې هیوادونو ته سفرونه کړي ، چې تر دې دمه ئې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې .
طالبانو ډلې ګواښ کړی ؤ ، امریکا د قطر د موافقې خلاف ورزي کوي او له افغانستانه خپل ځواکونه نه وباسي .
د افغانستان دسیاسی او امنیتي چارو ډيری کارپوهان په دې اند دي ، چې امریکا نیّت درلود، په قطر کې د طالبانو او د کابل دحکومت ترمینځ د سولې د موافقې له تصویبیدا څخه پخپله ګټه سیاسی استفاده وکړي،خو د افغان پوځیانو پر مورچلو او مرکزونو د طالبانو دحملو او د بې ګناه خلکو د وژلو د زیاتیدا په دلیل تر دې دمه ناکامه شوې ده . ډيری شناندي او کارپوهان وائي دغې تش په نامې موافقې نه یوازې ماته خوړلې ده بلکې له ډيرو زیاتو چیلنجونو سره هم مخامخ شوې او په افغانستان کې ئې د جنګ په ختمیدا او دامنیت په تامینولوباندې هیڅ اغیزې نه دي شیندلي ،بلکې په دغه هیواد کې ناکراري اوبې ثباتي ور ځ تر بلې لاپسې زیاتې شوي هم دي.