خلیلزاد بیا د امریکائي موخو په خاطرسیمې ته خوځیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89902-خلیلزاد_بیا_د_امریکائي_موخو_په_خاطرسیمې_ته_خوځیدلی
امریکا نیّت درلود، په قطر کې د طالبانو او د کابل دحکومت ترمینځ د سولې د موافقې له تصویبیدا څخه پخپله ګټه سیاسی استفاده وکړي،خو د افغان پوځیانو پر مورچلو او مرکزونو د طالبانو دحملو او د بې ګناه خلکو د وژلو د زیاتیدا په دلیل تر دې دمه ناکامه شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2020 07:50 Asia/Kabul
  • خلیلزاد بیا د امریکائي موخو په خاطرسیمې ته خوځیدلی

امریکا نیّت درلود، په قطر کې د طالبانو او د کابل دحکومت ترمینځ د سولې د موافقې له تصویبیدا څخه پخپله ګټه سیاسی استفاده وکړي،خو د افغان پوځیانو پر مورچلو او مرکزونو د طالبانو دحملو او د بې ګناه خلکو د وژلو د زیاتیدا په دلیل تر دې دمه ناکامه شوې ده .

ایرنا خبري آژانس راپورورکړی ،د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ د تش په نامه  سولې  د موافقې په ماتې پسې د  افغانستان په چارو کې  د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جنګ  جګړو دختمولو  ته ددغې ډلې د راضي کولو لپاره  بیا سیمې ته خوځيدلی دی .

وئيل کیږي ، چې خلیلزاد نن سهار  قطر ،هندوستان او پاکستان ته خپل سیمه ایز سفر پیل کړی ،څو  دغه هیوادونه له امریکائي موخو سره غږمله کړي .

 ټاکل شوې ده ،دغه افغان توکمه امریکائي ډيپلوماټ  په دغه سفر کې  ددغو هیوادونو له چارواکو سره  له طالبانو سره د قطر د موافقې ، د افغانستان  دبحراني حالاتو ، د ناکراریو د دوام او  د طالبانو د حملو دزیاتیدا په باب  خبرې اترې  او  بحث وکړي .

 د امریکا ځانګړي استازي  په کرتو  په افغانستان کې  د جنګ دختمیدا او د قطر په موافقې  دعمل کولو لپاره  پر طالبانو د دباؤ لپاره  په کرتو  دسیمې هیوادونو ته سفرونه کړي ، چې تر دې دمه ئې  هیڅ نتیجه نه ده ورکړې .

طالبانو ډلې  ګواښ کړی ؤ ، امریکا د قطر د موافقې  خلاف ورزي کوي  او له افغانستانه خپل ځواکونه  نه وباسي .

د افغانستان  دسیاسی او امنیتي  چارو ډيری کارپوهان  په دې اند دي ، چې امریکا  نیّت درلود، په قطر کې د طالبانو او د کابل دحکومت  ترمینځ د سولې د موافقې له تصویبیدا څخه پخپله ګټه  سیاسی استفاده وکړي،خو د افغان پوځیانو پر مورچلو او مرکزونو  د طالبانو دحملو او د بې ګناه خلکو د وژلو د زیاتیدا په دلیل تر دې دمه ناکامه  شوې ده . ډيری شناندي او کارپوهان وائي  دغې تش په نامې  موافقې نه یوازې  ماته خوړلې ده بلکې  له ډيرو زیاتو چیلنجونو سره  هم مخامخ  شوې او  په افغانستان کې ئې د جنګ په ختمیدا او دامنیت په تامینولوباندې هیڅ  اغیزې نه دي شیندلي ،بلکې  په دغه هیواد کې ناکراري اوبې ثباتي ور ځ تر بلې لاپسې زیاتې شوي  هم دي.