اشرف غني دسولې په جارو کې هیڅ صلاحیّت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89956-اشرف_غني_دسولې_په_جارو_کې_هیڅ_صلاحیّت_نه_لري
د اشرف غني او عبدا... عبدا...تر مینځ د سفارتونو، وزارتونو،ادارو د ویش دڅرنګوالي په باب خبرې اترې روانې دي او دم ګړۍ دواړه لوري د خارجه چارو د مالیې د چارو وزارتونو او لوئې څارنوالۍ د څوکیو په ترلاسه کولو چُنه وهي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2020 10:52 Asia/Kabul
  • اشرف غني دسولې په جارو کې هیڅ صلاحیّت نه لري

د اشرف غني او عبدا... عبدا...تر مینځ د سفارتونو، وزارتونو،ادارو د ویش دڅرنګوالي په باب خبرې اترې روانې دي او دم ګړۍ دواړه لوري د خارجه چارو د مالیې د چارو وزارتونو او لوئې څارنوالۍ د څوکیو په ترلاسه کولو چُنه وهي .

  تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ، دافغانستان  دثبات او همپالنې دټيم مشر عبدا.. عبدا...  وئيلي دي ، اشرف غني  د سولې په چارو کې  هیڅ ډول صلاحیّت نه لري او په دې باب درستې فیصلې  د دغه هیواد  مصالحې شورا په وسیله کیږي .

 په راپورکې وئيل شوي دي ،په داسې حال کې  چې په افغانستان کې د قدرت د ویش لپاره د اشرف غني په مشرۍ  له حکومت جوړونې لوري سره د  ثبات او همپالنې  د ټیم   خبرې اترې روانې دي ،  عبدا..عبدا... نن په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، اشرف غني  د سلوې  په  چارو کې  صلاحیت نه لري او  دا صلاحیّت ورڅخه اخستل شوی دی .

   هغه زیاته کړې ده ،  د افغانستان د ولسمشرۍ  د ارګ او د سپيدار مانۍ  تر مینځ په سیاسی  موافقې کې  سره  موافقه شوې ده څو له سولې سره  اړونده فیصلې دمصالحې شورا غوره کړي او د ولسمشرۍ  تائید ته هیڅ اړتیا نه لري.

 ددغو راپورونو په اساس،د اشرف غني او عبدا... عبدا...تر مینځ د سفارتونو، وزارتونو،ادارو   د ویش  دڅرنګوالي په باب  خبرې اترې روانې دي  او دم ګړۍ  دواړه لوري د خارجه چارو د مالیې د چارو وزارتونو  او لوئې څارنوالۍ د څوکیو په ترلاسه کولو چُنه وهي .