اشرف غنی اوعبدا..د پراخ بنسټه حکومت دجوړولوپه سرپخلاشوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90105-اشرف_غنی_اوعبدا..د_پراخ_بنسټه_حکومت_دجوړولوپه_سرپخلاشوي
ددغه راپور په اساس د عبدا...عبدا....لپاره له سولې سره داړونده په درستو دستورو کې د هیواد د دوهم شخصیّت د مقام تشریفات او امنیتی تدبیرونه په نظر کې نیول کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 16, 2020 09:17 Asia/Kabul
  •   اشرف غنی اوعبدا..د پراخ بنسټه حکومت دجوړولوپه سرپخلاشوي

ددغه راپور په اساس د عبدا...عبدا....لپاره له سولې سره داړونده په درستو دستورو کې د هیواد د دوهم شخصیّت د مقام تشریفات او امنیتی تدبیرونه په نظر کې نیول کیږي .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،د افغانستان خبري سرچینو  نن پخپلو  راپورونو کې وئيلي دي،ډاکټر عبدا...عبدا....به د مصالحې د عالي شورا رهبري  چې پنځه مرستیالان به ولري په غاړه واخلي  چې ددغې موافقې په اساس  دوه مرستیالان به ئې  د ثبات او همپالنې د ټيم له خوا و ي او ددغې شورا نور مرستیالان به د اشرف غني په مشورې سره معرفي کیږي .

 په دغې موافقې کې ټاکل شوي ده،عبدا.. عبدا.. به د سولې د بهیر،د ملی مصالحې د عالی شورا دغونډو رهبري او ددغې شورا د اجرائي او اداري چارواکو او چاروالو او دغه راز د سولې په چارو کې د حکومت د وزارت د چارواکو د ټاکلو صلاحیّت په غاړه ولري .

 همدرااز د افغانستان دمصالحې لوړه شورا به،د سولې له بهیر سره اړونده د چارو صلاحیّت دتثبیتیدا او  تصویبیدا مشري هم  په غاړه ولري  او د سولې په چارو کې او له دې وروسته  دبیا رغاونې د  بهیر د لاپرمخ بیولو لپاره د ملی،سیمه  ایزې،نړیوالې اجماع د رامینځةکولو لپاره  له  طالبانو سره د حکومت د اړونده ادارو  غږملتیا  په غاړه ولري . .

ددغه راپور په اساس  د عبدا...عبدا....لپاره له سولې سره  داړونده په درستو  دستورو کې د هیواد د دوهم شخصیّت د مقام   تشریفات او امنیتی تدبیرونه په نظر کې نیول کیږي .

 همداراز وئيل شوي دي چې  د شوي موافقې په اساس  به  یولس وزارتونه هم  عبدا... عبدا... ته وسپارل شي .

د افغانستان  د ملی او اسلامی جنبش  مشر جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشال د روتبې ورکول  به هم د  د اشرف غني په فرمان او  د ملی امنیت په شورا او دحکومت په لوړې شورا کې د هغه غړیتوب ددغې موافقې یوه بله ماده وي .

داپه داسې حال کې دي چې  اشرف غني او عبدا..عبدا....تر دې دمه  ددغې موافقې  دتائيد او یا نه تائيدولو په باب کوم دریځ نه دی اعلان کړی .

Image Caption