اشرف غنی اوعبدا..د پراخ بنسټه حکومت دجوړولوپه سرپخلاشوي
ددغه راپور په اساس د عبدا...عبدا....لپاره له سولې سره داړونده په درستو دستورو کې د هیواد د دوهم شخصیّت د مقام تشریفات او امنیتی تدبیرونه په نظر کې نیول کیږي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،د افغانستان خبري سرچینو نن پخپلو راپورونو کې وئيلي دي،ډاکټر عبدا...عبدا....به د مصالحې د عالي شورا رهبري چې پنځه مرستیالان به ولري په غاړه واخلي چې ددغې موافقې په اساس دوه مرستیالان به ئې د ثبات او همپالنې د ټيم له خوا و ي او ددغې شورا نور مرستیالان به د اشرف غني په مشورې سره معرفي کیږي .
په دغې موافقې کې ټاکل شوي ده،عبدا.. عبدا.. به د سولې د بهیر،د ملی مصالحې د عالی شورا دغونډو رهبري او ددغې شورا د اجرائي او اداري چارواکو او چاروالو او دغه راز د سولې په چارو کې د حکومت د وزارت د چارواکو د ټاکلو صلاحیّت په غاړه ولري .
همدرااز د افغانستان دمصالحې لوړه شورا به،د سولې له بهیر سره اړونده د چارو صلاحیّت دتثبیتیدا او تصویبیدا مشري هم په غاړه ولري او د سولې په چارو کې او له دې وروسته دبیا رغاونې د بهیر د لاپرمخ بیولو لپاره د ملی،سیمه ایزې،نړیوالې اجماع د رامینځةکولو لپاره له طالبانو سره د حکومت د اړونده ادارو غږملتیا په غاړه ولري . .
ددغه راپور په اساس د عبدا...عبدا....لپاره له سولې سره داړونده په درستو دستورو کې د هیواد د دوهم شخصیّت د مقام تشریفات او امنیتی تدبیرونه په نظر کې نیول کیږي .
همداراز وئيل شوي دي چې د شوي موافقې په اساس به یولس وزارتونه هم عبدا... عبدا... ته وسپارل شي .
د افغانستان د ملی او اسلامی جنبش مشر جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشال د روتبې ورکول به هم د د اشرف غني په فرمان او د ملی امنیت په شورا او دحکومت په لوړې شورا کې د هغه غړیتوب ددغې موافقې یوه بله ماده وي .
داپه داسې حال کې دي چې اشرف غني او عبدا..عبدا....تر دې دمه ددغې موافقې دتائيد او یا نه تائيدولو په باب کوم دریځ نه دی اعلان کړی .