طالبانو په پکتیا ولایت کې دولس عام افغانان تښتولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90113-طالبانو_په_پکتیا_ولایت_کې_دولس_عام_افغانان_تښتولي_دي
د افغانستان په شمال کې د پوځ دقوماندانۍ ویندوي محمد حنیف رضائي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې دطالبانو یو مشر ملا اکرم سره د نورو ۲۳ وګړو ځانونه سره د وسلو ملی اردو ته تسلیم کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2020 11:18 Asia/Kabul
  • طالبانو په پکتیا ولایت کې دولس عام افغانان تښتولي دي

د افغانستان په شمال کې د پوځ دقوماندانۍ ویندوي محمد حنیف رضائي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې دطالبانو یو مشر ملا اکرم سره د نورو ۲۳ وګړو ځانونه سره د وسلو ملی اردو ته تسلیم کړي دي .

 زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړد افغانستان دپکتیا ولایت د څکمیو ولسوال  عبدالرحمن زرمتي رسندویو ته وئيلي دي ،یو شمیر وسلوالو طالبانوبیګا ددغې ولسوالۍ په مندوخیلو سیمې کې  دولس عام افغانان  له ځان سره بیولي دي .

 هغه زیاته کړې،طالبانو ادعا کړې وه چې  دغو تښتول شوو عامو افغانانو له پولیسو سره ملګرتیا کوله .

 طالبانو تر دې دمه په افغانستان کې په سلګونو کسان  له حکومتي ادارو او پولیسوسره دملګرتیا په پلمه  تښتولي او پانسي کړي دي  چې دغې چارې د افغانستان دولس ،سیاستوالانو او ډلو ټپلو سخته غوسه اوکرکه راپارولې ده . 

 له افغانستانه په یوه بل خبرکې وئيل شوي دي،د افغانستان په شمال کې د پوځ دقوماندانۍ ویندوي محمد حنیف رضائي  نن په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي،د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې  دطالبانو  یو مشر ملا اکرم  سره د نورو ۲۳ وګړو ځانونه سره د وسلو  ملی اردو ته تسلیم کړي دي .

دطالبانو ډلې دغو غړو په داسې حال کې ځانونه  افغان پوځ ته سپارلي  چې  دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې  له حکومتي ځواک سره د دغې ډلې  جنګ جګړې  اوج ته رسیدلي دي . د افغانستان ولسمشر  اشرف غني  افغان پوځيانو ته امر کړی  د طالبانو په ضد دې یرغلیز عملیات پیل کړی  او دغې وسلوالې ډلې هم ګواښ کړی ، چې  دافغان پوځيانو دقوماندانۍ په مرکزونو به خپلې حملې نوره هم زیاتې کړي .

 کابو دوه میاشتې مخکې  په قطر کې دامریکا  او طالبانو ډلې ترمینځ د تش په نامه سولې  موافقې پسې  د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ددغې ډلې حملې اوبمي چاودنې په اوڅاره توګه ډيرې زیاتې شوي دي .