د اخترپه مناسبت دطالبانو د مشرپيغام هیڅ ارزښت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90223-د_اخترپه_مناسبت_دطالبانو_د_مشرپيغام_هیڅ_ارزښت_نه_لري
د طالبانو مشر ملاهیبت ا... پرون د کوچني اختر په درشل کې پخپل پیغام کې وئيلی دي ، دقطر د سولې موافقه په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا لامل کیدلی شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 21, 2020 03:32 Asia/Kabul
  • د اخترپه مناسبت دطالبانو د مشرپيغام هیڅ ارزښت نه لري

د طالبانو مشر ملاهیبت ا... پرون د کوچني اختر په درشل کې پخپل پیغام کې وئيلی دي ، دقطر د سولې موافقه په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا لامل کیدلی شي .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  د  افغانستان د ولسمشر ویندوي صدیق صدیقي پرون  په یولړ څرګندونو کې  د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... پيغم بې ارزښته بللی او  وئيلي ئې دي ،  طالبانو په داسې  حال کې دغه پيغام خپور کړی ، چې  ددغې ډ لې غړي هماغه راز  د عامو خلکو وژلو او خپلو سپيرو حملو اوبمي چاودنو ته دوام ورکوي  او دجنګ ختمولو ته حاضر نه دي .

  د طالبانو مشر ملاهیبت ا...  پرون د کوچني اختر  په درشل کې پخپل پیغام کې  وئيلی دي ، دقطر د سولې موافقه  په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا لامل کیدلی شي .

  د طالبانو دغه پیغام په داسې حال کې  مطرح کیږي ،چې   افغان چارواکو دغه ډله  په دغه هیواد کې  د  غیر انساني اقداماتو او حملو مسئوله ګڼي ، خو امریکا مدعي ده  په کابل او ننګرهار کې   د وروستیو حملو مسئوله داعش  ډله ده چې  پکې  په لسګونو افغانان  وژل شوي دي .

 داپه داسې  حال کې دي چې  طالبان  هماغه راز   د کابل له حکومت سره   له خبرواترو  ډډه کوي او وائي  د  قطر د سولې موافقه  د  افغانستان  د جنګ دختمیدا سبب کیدلی شی .