تر څو د فلسطین موضوع حل نشي نړۍ به امنیت ونه ویني
May 22, 2020 01:04 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د شیعه علماو د شورا ویاند محمد فیاض اورزګاني وویل تر څو چې د فلسطین مسله حل نشي نړۍ به د امنیت مخ ونه ویني .
هغه پرون وویل د قدس نړیواله ورځ په حقیقت کښې د فلسطین د خلکو د نیول شوي ځمکې او تر پښو لاندې شویو حقوقو او د فلسطین د مظلوم ملت د فریاد ژوندي ساتل دي .
د افغانستان دغه دیني عالم وویل یوشمیر هیوادونه او نړیوال قدرتونه هڅه کوي چې د فلسطین د خلکو غږ هیر کړي او د دغه کړیدلي ملت غږ د تل لپاره غلی شي خو د نړۍ د پتیالیو مسلمانو په زیار سره به د هغوې دغه خوب هیڅکله پوره نشي .
ټیګونه