په افغانستان کې د اوربند دوام دسولې لپاره اړین دی
د امریکائي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د افغانستان حکومتي چارواکو ، سیاسی او مذهبی شخصیتونو او ولس په کرتو واشنګټن ،ددغه هیواد د بیخ بینائيو دتباه کیدا او د عامو خلکو د وژلو او د جنګ د اصلی عامل په توګه ګڼلی او ټينګار ئې کړی دی ، امریکا په افغانستان کې دجنګ ختمول نه غواړي ، ځکه چې واشنګټڼ هڅه کوي خپل ناکام پوځي شتون توجیه کړي .
زمونږخبریال د آریا نیوز خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان ولسمشر نن سهار د ملی مصالحې دلوړې شورا دمشر عبدا... عبدا..او دپخواني ولسمشرحامد کرزي کور ته ورغی او دوي ته ئې د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي ووئيله .
راپور ښئ اشرف غني په دغو لیدوکاتو کې له دغو مشرانو سره د طالبانو د درې ورځني اور بند ،له بنده ددغې ډلې د بندیانو د خوشي کیدا،له طالبانو سره دسولې دخبرواترو او د قطرد ناکامې موافقې په باب بحث او دنظر تبادله کړې ده .
دافغانستان ولسمشرله دې مخکې د نیکمرغه کوچني اخترپه شپوورځوکې د طالبانود اور بند په هرکلي سره هیله ښودلې وه ددغې ډلې دغه اقدام،د جنګ دپاي او له طالبانو سره دبین الافغاني ډلو د سولې د خبرواترو پيلامه شي .
داپه داسې حال کې دي چې امریکا یوځل بیا دعمومي افکارو دغولولو لپاره د طالبانو له اوربنده د اشرف غني د هرکلی ستاینه کړې په دې اړه ئې له افغان ولسمشراو د ملی مصالحې د لوړې شورا له مشر سره ټيلیفوني خبرې هم کړي دي .
د امریکائي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د افغانستان حکومتي چارواکو،سیاسی او مذهبی شخصیتونو او ولس په کرتو واشنګټن ،ددغه هیواد د بیخ بینائيو دتباه کیدا او د عامو خلکو د وژلو او د جنګ د اصلی عامل په توګه ګڼلی او ټينګار ئې کړی دی ، امریکا په افغانستان کې دجنګ ختمول نه غواړي ، ځکه چې واشنګټڼ هڅه کوي خپل ناکام پوځي شتون توجیه کړي .