افغانستان کښې د کورونا د ناروغانو شمیر زیات شوی
(last modified Sun, 07 Jun 2020 06:43:13 GMT )
Jun 07, 2020 11:13 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د کورونا د ناروغانو شمیر زیات شوی

اوا خبري اژانس وايي د کابل والي محمد یعقوب حیدري په افغانستان کښې په کورونا ویروس د ککړو او د وژل شویو کسانو شمیر له وړاندې شوي شمیر څخه په کراتو زیات وباله .

هغه وویل احتمال شته چې یوازې د افغانستان په پلازمینې کابل کښې څه د پاسه یو(۱) میلیون کسان په کورونا ویروس ککړ شوي وي .

د کابل والي د افغانستان په ټولو ښاریزو غږ وکړ چې کورونا ویروس په هکله  د روغتیا وزارت سپارښتنې جدي وګڼي او له غیر ضروري  تګ راتګ څخه ډډه وکړي ځکه چې دغه چارې ته پام نه کول به په هیواد کښې د غمیزې د رامینځته کیدا سبب شي .

په عین حال کښې د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په هیواد  کښې پینځه سوه دوه اتیا (۵۸۲) کسان په کورونا ویروس ککړ شوي .

هغه وویل په ټول افغانستان کښې په کورونا ویروس کابو شل زره (۲۰۰۰۰) کسان اخته شوي او درې سوه اوه ویشت (۳۲۷) تر مړه شوي هم دي .

 

ټیګونه