په افغانستان کې د کرونایی ناروغانو دشمېر د زیاتېدو په اړه اندېښنې
د کابل ولایت والي په یوه خبري ناسته کې ویلي چي ممکن یوازې په کابل یو میلیون تنه په کرونا اخته وي خو اکثره خلګ روغتونونو ته نه ځي.
په افغانستان کې د روغتیا وزارت وایي: تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وبا (۷۹۱) مثبتې پیښې ثبت شوې دي ،دې سره د ټولو مثبتو پیښو شمیر (۲۰۳۴۲) تنو ته ورسید، دغه راز تیرو ۲۴ ساعتونو کې (۳۰)کسان له کرونا وبا څخه مړه شوي چې د ټولو مړو شویو شمیره ۳۵۷ تنو ته ورسیده او تر دې دمه ټول (۱۸۷۰) تنه له دغه وبا څخه بیرته روغ شوي هم دي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو له څرګندونو او په ټولنیزو رسنیو کې له فوتي اعلانونو څخه ښکاري چې په دې هیواد کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر ممکن ملیونونو ته ورسېږي.
د کابل ولایت والي محمد حنیف یعقوب حیدري وړمه ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، ممکن یوازې په کابل کې یو ملیون تنه په کرونا وایرس اخته وي خو اکثره خلک روغتونونو ته نه ځي.
ده زیاته کړه په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر زموږ له تصوره زیات دی، ښايي په کابل کې تر یو ملیون ډېر وي؛ بشري ناورین پېښ دی او همدا اوس مشکوکې مړینې وینو او ځینې کسان خپل مړي د شپې له خوا خارو ته سپاري.
د خبر پای/.