افغان دولت د درې زره طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90654-افغان_دولت_د_درې_زره_طالب_زندانیانو_د_خلاصون_لړۍ_بشپړه_کړه
افغان حکومت د سولې پروسې د هڅو د پرمختګ په هدف سره د ولسمشر محمد اشرف غني له دوو جلا جلا فرمانونو سره سم، تر دې دمه ټولټال ۳ زره طالب زندانیان خوشې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2020 01:30 Asia/Kabul
  • افغان دولت د درې زره طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړه

افغان حکومت د سولې پروسې د هڅو د پرمختګ په هدف سره د ولسمشر محمد اشرف غني له دوو جلا جلا فرمانونو سره سم، تر دې دمه ټولټال ۳ زره طالب زندانیان خوشې کړې دي.

د افغان سرچينو له مخې د افغانستان د ملی امنیت سلاکار دفتر د رپوټ له مخې، دا زندانیان د پروان له مرکزي توقیف ځاے، څرخي پلۀ او د هیواد له نورو زندانونو آزاد کړې شوي دي. له دې ډلې زر تنه یې تر اختر وړاندې او دوه زره نور یې د تیرې ورځې تر پایه پورې ازاد شول.

د سولې د هڅو د بریا لپاره مهمه ده، چې طالبان په خپل بند کې ټول اسیران (ملکي او غیر ملکي) ازاد، تاوتریخوالی کم او د افغانستان له دولت سره د سولې مخامخ خبرې زرترزره شروع کړي.