د افغانستان په شمال کښې په لسګونو طالبان ووژل شول
Jun 25, 2020 07:09 Asia/Kabul
په بلخ ولايت کښې په طالب سنګرونو د افغان فوځ په هوائي حمله کښې په لسګونو طالبان ووژل شول.
د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان په شمال کښې يو فوځي قوماندان حنيف رضائي وويل: د فوځ هوائي ځواکونوبېګا د دغه ولايت د وزيرآباد ولسوالۍ په نزدیو کښې د طالب ډلې په سنګرونو حمله وکړه چې له امله يې د دغې ډلې ۲۵ تنه ووژل شول.
ويل کيږي د افغانستان د فوځ په هوائي حمله کښې د يوې ښځې او ماشوم په شمول څلور عامه کسان هم ووژل شول.
په قطر کښې د امريکې د موافقه ليک له ماتې وروسته په افغانستان کښې نښتې زياتې شوې او پکښې په سلګونو تنه وژل شوي او ژوبل شوي دي.
ټیګونه