کورني او بهرني ترهګر په غزني د لوے برید پلان لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91068-کورني_او_بهرني_ترهګر_په_غزني_د_لوے_برید_پلان_لري
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند انجنیر رحمت الله نبیل په خپلو تازه ټویټري پیغامونو کې خبرداری ورکړی دی چې ترهګر په غزني باندې د لوی برید تابیا لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2020 02:53 Asia/Kabul
  • کورني او بهرني ترهګر په غزني د لوے برید پلان لري

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند انجنیر رحمت الله نبیل په خپلو تازه ټویټري پیغامونو کې خبرداری ورکړی دی چې ترهګر په غزني باندې د لوی برید تابیا لري.

د افغانستان ملي امنیت پخوانی رییس او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند انجنیر رحمت الله نبیل وایي چې بېلا بېلې کورنۍ او بهرنۍ ترهګرې ډلې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پکتیکا او زابل ته تسلېحاتي اکمالات پیل کړي او په غزني باندې د یوه لوی برید تابیا لري.

نوموړی وړاندې په خپل ټویټ کې لیکي:

((د راپورونو پر بنسټ بېلا بېل کورني او بهرني ترهګره ډلې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د پکتیکا او زابل له لارې خپل اکمالات ګړندي کړي او په غزني ولایت باندې د یوه لوی برید لپاره تیاری نیسي. برید د القایدې شبهه قاره هند AQIS د څانګې لخوا پلان شوی او څارل کېږي))

نبیل داسې مهال په غزني باندې د ترهګرو ډلو لخواد لوی برید خبر ورکوي چې لا له وړاندې په غزني او ګڼو نورو ولایتونو کې سختې نښتې روانې دي.

رحمت الله نبیل وړاندې په خپل ټویټ کې ویلي دي چې د القایدې ترهګرې ډلې دغې شاخې لوړ پوړي مشران په دې وروستیو اونیو کې د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ، د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ، د پکتیکا د ګیان، برمل او ګومل ولسوالیو او هخوا د وزیریستان د شوال درې تر منځ تګ راتګ درلود.

نوموړی زیاتوي چې دغې ترهګرې ډلې د وزیریستان په شوال دره کې له نا معلومو کسانو سره پټې او پر اسراره ناستې ولاړې هم لرلې. نبیل همدازار طالبانو ته په اشاره ټینګار کړی دی او وایي، چې که طالبان د سولې خبرو په هکله ریښتیني دي، دوی باید دا برید ودروي او یا یې مخه ډب کړي. کنه نو په وینا یې په قطر کې د طالبانو مشران د جګړې له واقعیتونو څخه بې واکه شوي دي.