افغانستان د صلحې په بهیر کښې سیمه ایزه اجماع غواړي
ګران هیواد: طالبانو لاهم د افغانانو ترمینځ د صلحې په مذاکراتو کښې ګډون ته غاړه نه ده ایښې
د افغانستان د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې افغان حکومت د صلحې په بهیر کښې د سیمه ایزې اجماع رامینځته کولو په لټه کښې دی، وویل: په روانې اونۍ کښې به د افغانستان د صلحې د بهیر په هکله درې سیمه ایزې، له سیمې وتلې او درې اړخیزې غونډې ترسره شي او هم داشان د کابل په کوربه توب د افغانانو ترمنیځ خبرې اترې به وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هیواد پرون په دې خبرې سره چې دغه غونډې د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره کیږي، زیاته کړه: د یادو غونډو د ترسره کیدو موخه د افغانستان د صلحې د بهیر په هکله د سیمې په سویه او له سیمې په وتلې کچه د اجماع رامینځته کول دي.
هغه زیاته کړه چې وړومبۍ غونډه د سیمې د هیوادونو او د افغانستان د سټراټیجکو انډیوالانو د استازو په شتون سره سبا (دوشنبه) ترسره کیږي، دویمه غونډه د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته ده او دریمه غونډه به د سیمې له بهر هیوادونو د نمایندګانو په شتون سره ترسره شي.
ګران هیواد وویل: دا غونډې په داسې حال کښې ترسره کیدونکې دي چې طالبانو لاهم د افغانانو ترمینځ د صلحې په مذاکراتو کښې ګډون ته غاړه نه ده ایښې خو د افغانستان حکومت له مختلفو لارو کوشش کوي چې طالبان خبرواترو ته تیار کړي.