جنرال یاسین ضیاء د افغانستان دپوځ لوي درستیز شو
افغان ولسمشر له دغې منصوبیدا وروسته شاه محمود میاخیل هم د افغانستان د دفاع وزارت دلومړي مرستیال په توګه ټاکلی دی .
زمونږخبریال د افغانستان د طلوع نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویندوي فواد آمان وئيلي دي ، دافغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال جنرال یاسین ضیاء ددغه هیواد پوځ د لوي درسیتز په توګه منصوب کړی دی .
هغه وئيلی دي ، افغان ولسمشر له دغې منصوبیدا وروسته شاه محمود میاخیل هم د افغانستان د دفاع وزارت دلومړي مرستیال په توګه ټاکلی دی .
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې له امریکا سره د طالبانو ډلې د سولې له موافقې وروسته په افغانستان کې د طالبانو تاؤتریخوالی لا زیات شوي او داسې کومه ورځ نشته چې په دغه هیواد کې د طالبانو او افغان عسکرو ترمینځ په اخ وډب کې یو شمیر کسان خپل ژوند له لاسه ورنکړي .