ا مریکا د سولې د موافقې خلاف ورزیو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91356-ا_مریکا_د_سولې_د_موافقې_خلاف_ورزیو_ته_دوام_ورکوي
له طالبانوډلې سره د امریکا دموافقې په اساس ټاکل شوې ده د افغانستان له حکومت سره اړونده د زو بندیانو په بدل کې په زندانونو کې پراتۀ کابو پنځه زره طالب بندیان خوشي شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2020 00:36 Asia/Kabul
  • ا مریکا د سولې د موافقې  خلاف ورزیو ته دوام ورکوي

له طالبانوډلې سره د امریکا دموافقې په اساس ټاکل شوې ده د افغانستان له حکومت سره اړونده د زو بندیانو په بدل کې په زندانونو کې پراتۀ کابو پنځه زره طالب بندیان خوشي شي .

تسنیم خبری اژانس راپورورکړ  طالبانو ډلې پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دي  امریکا په قطر کې  له دغې ډلې سره  دلاس لیک شوي موافقې په اساس   باید  زرترزره  د افغانستان له بندونو درست پنځه زره طالب بندیان خوشي کړي .

په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ،  امریکا باید پخپلو ژمنو پابنده ووسي او د خبرواترو په بهیر کې د خنډونو   درامینځةکیدا مخه ونیسي .ځکه د دغې ډلې د بندیانو دنه خوشي کیدا مسئوله امریکا ده .

 د افغانستان حکومت په همداوروستیو کې  وئیلي دي ، کابو شپږ سوه  طالب بندیان به چې په بندونو کې شپې سبا کوي ، او د  اخلاقي جرمونو په دلیل نیول شوي دي ، خوشي نه کړي .

 د  کابل حکومت تر دې دمه  څه دپاسه څلور زره طالب بندیان خوشي کړي دي  او طالبانو ډلې هم تر دې دمه  کابو اوه سوه حکومتي بندیان  آزاد کړي دي .

له طالبانوډلې سره د امریکا  دموافقې په اساس ټاکل شوې ده د افغانستان  له حکومت سره اړونده د زو بندیانو په  بدل کې  په زندانونو کې پراتۀ  کابو پنځه زره  طالب بندیان خوشي شي  .