افغان حکومت د طالبانو ۵۰ نور زندانیان ازاد کړل
افغان حکومت تر دې وړاندې ويلي و، هغه ۶۰۰ طالبان بنديان نه خوشي کوي چې طالبانو يې د نوملړ پر بنسټ د خوشي کېدو غوښتنه کړې. دوی ويلي، دا کسان په درنو جرمونو کې ښکېل دي.
افغان حکومت وايي، د وسلهوالو طالبانو ۵۰ نور زندانیان يې له خپلو زندانونو خوشي کړي دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ويلي، دغه زندانیان له طالبانو سره د بنديانو د تبادلې په لړۍ کې خوشي شوي دي. خو امنیت شورا ټينګار کړی چې دا بنديان د هغو ۶۰۰ زندانیانو له ډلې نه دي چې په درنو جرمونو کې ښکېل دي.
افغان حکومت تر دې وړاندې ويلي و، هغه ۶۰۰ طالبان بنديان نه خوشي کوي چې طالبانو يې د نوملړ پر بنسټ د خوشي کېدو غوښتنه کړې. دوی ويلي، دا کسان په درنو جرمونو کې ښکېل دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزيرهم کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، د دې بنديانو له خوشي کېدو سره بهرنيان مخالف دي او هغوی وايي چې د دوی د کسانو په وژلو کې ښکېل دي.
خو طالبان ټينګار لري تر هغې چې دا زندانیان ازاد نه شي، بينالافغاني خبرې نه پيلوي.