له پاکستان سره په پولې کې افغان پوځ تیارسی شوی
له دې مخکې هم د افغانستان په ختیځ کې د کنړ ولایت په پولې کې دافغانستان او پاکستان پوځیان سره ښکر په ښکر شوي وو .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړد افغانستان په کندهارولایت دپاکستانیو پوځیانو توغندوي برید او دلسګونو کسانو مرګ ژوبلې پسې د افغانستان د پوځ لوي درستیز جنرال یاسین ضیاء دپاکستان له پولې سره نزدې ددغه هیواد دپوځي ځواک د تیارسی فرمان صادر کړی دی .
دافغانستان دفاع وزارت هم خبرداری ورکړی ،که دپاکستانیو پوځیانو حملو دوام وکړ ، نو افغان پوله ساتونکي به هم غچ اخستونکي اقدامات وکړي .
د افغانستان د کندهار ولایت مطبوعاتی دفتر په اعلامیې کې وئيلي دي په کندهار ولایت کې دسپین بودلک سرحدي ولسوالۍ باندې د پاکستانیو پوځیانو په توغندوي برید کې پنځلس عام کسان وژل شوي او کابو اتیا نور ټپیان شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې دپاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي وئیلي دي ، د نیکمرغه اختر د چټیانوپه خاطر او همداراز دکرونا ویروس د خپریدا دمخنیوي په خاطر ئې پوله تړلې چې ځينو شر غواړو د عامو خلکو په لمسولو سره په زور د پوله ایزې دروازې د پرانیستلو هڅه کړې ، چې دغه شخړه رامینځةشوي اوکه بیا هم افغان عسکرو په سر کې ناتار ډزې نه وائ کړي ، نو هیڅکله به هم دغه شخړه او مرګ ژوبلې نه وي اوښتي دپاکستان پوځ متقابلې ډزې هم د همدغې شخړې له امله وې .
له دې مخکې هم د افغانستان په ختیځ کې د کنړ ولایت په پولې کې دافغانستان او پاکستان پوځیان سره ښکر په ښکر شوي وو .