له پاکستان سره په پولې کې افغان پوځ تیارسی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91893-له_پاکستان_سره_په_پولې_کې_افغان_پوځ_تیارسی_شوی
له دې مخکې هم د افغانستان په ختیځ کې د کنړ ولایت په پولې کې دافغانستان او پاکستان پوځیان سره ښکر په ښکر شوي وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2020 00:30 Asia/Kabul
  • له پاکستان سره په پولې کې افغان پوځ تیارسی شوی

له دې مخکې هم د افغانستان په ختیځ کې د کنړ ولایت په پولې کې دافغانستان او پاکستان پوځیان سره ښکر په ښکر شوي وو .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړد افغانستان په کندهارولایت دپاکستانیو پوځیانو توغندوي برید او دلسګونو کسانو مرګ ژوبلې پسې د افغانستان د پوځ لوي درستیز جنرال  یاسین ضیاء دپاکستان له پولې سره  نزدې ددغه هیواد دپوځي ځواک د  تیارسی فرمان صادر کړی دی .

 دافغانستان دفاع وزارت هم خبرداری ورکړی ،که دپاکستانیو پوځیانو حملو دوام وکړ ، نو   افغان پوله ساتونکي به هم غچ اخستونکي اقدامات وکړي .

د افغانستان د کندهار ولایت  مطبوعاتی دفتر  په اعلامیې کې وئيلي دي   په کندهار ولایت کې دسپین بودلک  سرحدي ولسوالۍ باندې د پاکستانیو پوځیانو په توغندوي برید کې  پنځلس  عام کسان وژل شوي او کابو اتیا نور ټپیان شوي دي .

داپه داسې حال کې دي چې  دپاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي وئیلي دي ، د نیکمرغه اختر د چټیانوپه خاطر او همداراز دکرونا ویروس د خپریدا دمخنیوي په خاطر ئې پوله تړلې چې  ځينو شر غواړو د  عامو خلکو په لمسولو سره په زور د پوله ایزې دروازې د پرانیستلو هڅه کړې ، چې دغه شخړه رامینځةشوي اوکه  بیا هم افغان عسکرو په سر کې ناتار ډزې نه وائ کړي ، نو هیڅکله به هم دغه شخړه او مرګ ژوبلې نه وي اوښتي دپاکستان پوځ متقابلې ډزې هم  د همدغې شخړې  له امله وې .

 له دې مخکې هم  د افغانستان په ختیځ کې  د کنړ ولایت په پولې کې  دافغانستان او پاکستان پوځیان سره ښکر په ښکر شوي وو .